سختو سيلابونو په افغانستان کې څه باندې ۳۳۰ کسان وژلي
CMG2024/05/12 10:32:55
شريکول:

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام دفتر او د دې هېواد چارواکو د مې په ۱۱مه نېټه  خبر ورکړی، چې تېره ورځ په دې هېواد کې څه باندې ۳۳۰ کسان د سختو سيلابونو له امله مړه شوي دي.

ياد دفتر په ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د افغانستان په بغلان ولايت کې د سختو ورښتونو او سيلابونو له امله څه باندې ۳۰۰ کسان مړه شوي.