شي جین پينګ د پاناما منتخب ولسمشر جوسې راول مولينو ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/05/12 10:35:44
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د پاناما منتخب ولسمشر جوسې راول مولينو ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د ۲۰۱۷م کال په جون کې دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو نوې پاڼه پرانيستې او په تېرو ۷ کلونو کې د دواړو هېوادونو اړيکو چټک پرمختګ موندلی او ډېرې  زياتې لاسته راوړنې درلودلې دي. د هغه په خبره، د چین او پانامې د اړيکو ټينګېدل د دواړو خواوو له اساسي ګټو سره سمون لري، په ورته وخت کې خپلمنځي اړيکو ته پرمختګ ورکول او د يو چين پېژندونې پر اصل ټينګار هم د دواړو هېوادونو عامه موافقه ګرځېدلې ده.

شي جين پینګ چين او پاناما یو د بل ښه ملګري او مشترک المنافع همکاران ياد کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. هغه ويلي، چې زه غواړم له مولینو سره دوستانه تګ راتګ تر سره کړم او په ګډه دوه اړخيزو اړیکو ته دوامدار پرمختګ ورکړو، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوو.