شي جين پينګ تل له کورنۍ سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري
CRI2024/05/12 15:43:10
شريکول:

د مې ۱۲مې نېټې د مور ورځې د رارسېدو پر مهال د چین مډیا ګروپ له مور او کورنۍ سره د مینې په اړه د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د څرګندونو په اړه راپورونه خپاره کړل.

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ تل له کورنۍ سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري. هغه وايي، تل يې په خپل زړه کې خلکو ته تر ټولو مهم ځای ورکړی او د ټولو چینيو کورنیو د خوښۍ لپاره نه ستومانه کېدونکې هلې څلې کوي. دی وايي، هېواد او ملت یوازې هغه مهال ښه کېدای شي چې هره کورنۍ ښه وي.