لي چيانګ ميشوستين ته د روسيې د صدراعظم په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار مبارکي وويله
CMG2024/05/13 10:16:35
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د مې په دوولسمې نېټې له ميخايل ولاديميرويچ ميشوستين سره ټليفوني خبرې کړي او نوموړي ته يې د روسيې د صدراعظم په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې ده.

لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او روسيې د نوې زمانې هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ولاديمير پوتين تر ستراتيژيکي لارښوونې لاندې د سالم او ثابت پرمختګ په حال کې دي.

نوموړي ويلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي اعتماد په پرله پسې توګه ژور شوی، متقابلو ګټورو همکاریو يې منظم پرمختګ موندلی، د خلکو ترمنځ کلتوري تبادلې يې نږدې شوي او يادو اړيکو او همکاريو یې دواړو هېوادونو او خلکو ته د پام وړ ګټې رسولې دي.

لي چيانګ ويلي، چې هغه به له خپل روسي سیال ميشوستين سره ګډ کار وکړي او د چين او روسيې ترمنځ د عملي همکاريو د پياوړتيا لپاره به نوي خدمتونه وکړي.

(ژباړه: شکريه)