له چین سره د اروپايي وګړیو دوستانه احساسات
CMG2024/05/13 10:19:16
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مې په ۱۰مه د اروپا له فرانسې، سربیا او هنګري څخه د لیدنې په پای ته رسېدو بېرته چین ته راستون شو. د هغه د لیدنې په ترڅ کې د یادو درېیو هېوادونو د ده تود هرکلی وکړ.

د فرانسې، د بېلا بېلو ټولنو شخصیتونو د واټ پر دواړو غاړو د رئس شي جین پينګ هرکلی وکړ، د هنګري په بوډاپیست هوايي ډګر کې یوې نجلۍ په چیني ژبه رئیس شي ته سلامونه وویل، د یادولو وړ ده چې ۱۵ کاله مخکې کله چې شي جین پينګ هنګري ته سفر کړی، همدغې نجلۍ ورته ګلونه ورکړی وو.د سربیا د بلګراد په حکومتي ډګر کې لس زرو سربیایانو د خپل هېواد او چین د ملي بیرغونو په پورته کولو سره د شي جین پينګ هرکلی وکړ. له دې څخه ښکاري، چې د اروپا وګړي له چین سره مینه لري.

سربیا د چین د کمربند او لارې د ګډې جوړونې په وړاندیز کې له لومړیو ګډوالو څخه دی ، تر دې وروسته، د بنسټیزو تاسیساتو، ټرانسپورټ او انرژۍ په شمول ځینو برخو کې د دغه هېواد د جوړونې سویې ډېرې لوړې شوې. اوس چین د سربیا تر ټولو لومړی لوی پانګوال او دوهم لوی سوداګریز همکار دی.

د چین د هه ګانګ شرکت په ۲۰۱۶ کال کې د سربیا (Smederevo) سیمدیروو فولادو فابریکه اخیستې چې اقتصادي زیانونه درلودل، چیني شرکت اغېزناک تدبیرونه نیولي او یوازې په نیم کال کې یې د دې فابریکې پولي حالت ښه والی کړی او ګټې یې تر لاسه کړې، ځايي وګړیو ته یې څه باندې ۵ زره کاري فرصتونه برابر کړي او په دې سره په دغه سل کلن تاریخ لرونکې زړه فابریکه د بېرته ژوندي کېدو ځواک ښکاره شوی. د سربیا E763 نمبر عمومي لاره چې د چیني شرکت په مرسته جوړه شوې، د Balkan سیمې او نورو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره لوی محور ګرځېدلی او د سربیا د اقتصاد او ټولنې پرمختګ ډېر هڅوي.

د سربیا پلازمېنې بلګرد او د هنګري پلازمېنې بداپیست ترمنځ اوسپنیزه لاره د کمربند او لارې د کډې جوړونې نمونوي پروژه ده او د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دواړو ځایونو ترمنځ سفر له ۸ ساعتو څخه ۳ ساعتو ته کم شي.

د چین او فرانسې د سیاسي اړیکو د ټینګېدو له ۶۰ کلونو راهیسې، دوه اړخیز سوداګریز ارزښت یې ۸۰۰ برابره زیات شوی. د ذروي انرژۍ په اړه د دواړو خواوو ترمنځ  ۴۰ کلنه همکاري د اقلیمي بدلون ضد مبارزې لپاره يې ستر خدمتونه ترسره کړي دي.

چین تل د سوله ییز پرمختګ او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پر نظریو ټینګار کوي او له خپلو همکارانو سره دغه نظریې شریکوي. یادو همکاریزو پروژو ځايي وګړیو ته واقعي ګټې رسولې او په دې توګه له دغو اروپايي هېوادونو سره د چین دوستانه اړیکې لا ټینګې شوي.

د سربیا یو متل دی چې وايي: دوستان د وخت په تېرېدو سره پېژندل کېږي. د اروپا له څو هېوادونو سره د چین صمیمي تګ راتګ او همکارۍ د دغو هېوادونو د وګړیو د خوښۍ او هرکلي وړ دي. د رئیس شي جين پينګ په تازه سفر کې تر لاسه شويو بریالیتوبونو په تطبیق سره به د دواړو خواوو ترمنځ دوستۍ او همکارۍ نورې ټينګې او پياوړې شي.