اسرائيل: ځواکونه به یې په رفح ښار کې پر حماس بريدونو ته دوام ورکړي
CMG2024/05/13 11:16:33
شريکول:

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هګاريد د مې په ۱۲مې نېټې په يوې ويډيويي وينا کې ويلي، چې ځواکونه به یې د غزې په جنوب رفح ښارګوټي کې د حماس پر ضد دقیقو بریدونو ته دوام ورکړي.

هګاريد ویلي، ځواکونو یې له هغه وخت راهیسې، چې په رفح ښارګوټي کې د حماس پر ضد بریدونه پیل کړي، د فلسطیني وسله والو لسګونه کسان وژلي، تونلونه او ګڼ شمېر وسلې یې کشف کړي دي.

 هګاريد په ټینګار ويلي، چې اسرائیلي ځواکونه به د حماس د ماتولو او د اسرائيلي بندیانو د خوشې کولو لپاره هڅې وکړي.

اسرائيلي پوځ د روانې مياشتې په ١٢مې نېټې د جګړې راپور خپور کړی او پکې ويلي، چې له غزې څخه د اسرائيل پر جنوبي ښار عسقلان د تېرې ورځې په ماسپښين او د ۱۲مې نېټې په په شپې د توغنديو بريدونه شوي دي.