په روسيې کې يوه ودانۍ د اوکرايني ځواکونو د بريد له امله نړېدلې
CMG2024/05/13 10:03:54
شريکول:

اوکرايني ځواکونو د مې په ۱۲مې نېټې د روسيې په جنوب د بلګورود ښار پر يوې استوګنيزې ودانۍ بريد کړی، چې له امله يې ۱۲ کسان وژل شوي او ودانۍ له بېخه نړېدلې ده.

د روسيې بلګورود ښار د اوکراين پولې ته څېرمه پروت دی.

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت په همدې ورځ پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې د ویجاړې شوې ودانۍ له کنډو کپرو یې ۱۲ جسدونه را ايستلي دي.

د بلګورود والي ګلادکوف پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې اوکرایني ځواکونو د بیلګورود ایالت پر ځينو سیمو بريدونه کړي، چې له امله یې په بېلګورود ښار کې يوه استوګنيزه ودانۍ له بېخه نړېدلې ده.

د ګلادکوف په وينا، د دغه بريد له امله ۱۲ کسان مړه شوي او د ۲ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰کسان ټپيان شوي دي.

(ژباړه: شکريه)