د اروپايي ټولنې ۲۷ هېوادونو د اوکراین امنیت ساتنې د ژمنې پر مسودې اجماع کړې
CMG2024/05/13 11:18:05
شريکول:

رشيه ټوډۍ (Russia Today) د مې په ۱۱مې نېټې پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې د اروپايي ټولنې ۲۷ هېوادونو د اوکراین امنیت ساتنې د ژمنې پر مسودې اجماع کړې او بيا يې ژمنې تکرار کړي، چې له کيف څخه به اوږدمهاله نظامي او مالي ملاتړ وکړي.

خبر وايي، اروپايي ټولنه اوسمهال له اوکراین سره د مسودې پر جزیاتو بحثونه کوي.

جي ۷ يا د ۷ صنعتي هېوادونو ډلې د تېر کال په جولای کې د ناټو سرمشریزې د پای ته رسېدو په درشل کې، اعلان کړی و، چې اوکراین ته به دوه اړخیزې امنیتي ژمنې او ترتیبات برابر کړي او د دفاعي چارو په شمول ځینو کلیدي برخو کې به ترې ملاتړ وکړي.

روسیې همغه وخت خبرداری ورکړی و، چې د ۷ صنعتي هېوادونو ډلې دغه تدبیرونه به د سیمې وضعیت نور هم ترينګلی کړي.