انټونيو ګوټرېش: په غزې کې باید سمدستي اوربند وشي
CMG2024/05/13 11:05:02
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو په دې وروستيو کې په غزې تړانګې کې بريدونو ته دوام ورکړی او د دې تړانګې ډېرې سیمې یې خپلې موخې ګرځولې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د مې په ۱۲مې نېټې يو ځل بيا د غزې د شخړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې سمدستي اوربند وکړي او په  دغې تړانګې کې دې بشري ناورين پای ته ورسوي.

ګوټرېش د روانې مياشتې په ۱۲مې نېټې کويټ ته تللی او هلته يې له کويټي چارواکو سره د غزې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.

نوموړي ويلي، په غزې تړانګې کې دوامدارې شخړې ځايي وګړي په يوه ناورين کې ایسار کړي او ډېری کسان ناروغيو او لوږې په مخ کړي دي.

هغه يو ځل بيا د شخړې له ښکېلو خواوو د سمدستي اوربند او د بنديانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.