سيرګي شويګو د روسيې د فدرالي امنیت شورا د سکرتر په توګه ټاکل شوی
CMG2024/05/13 10:56:30
شريکول:

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ د مې په ۱۲مې نېټې پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد مخکېنی دفاع وزير سيرګي شويګو د ولسمشر ولاديمير پوتين د يوه فرمان له مخې، د روسیې د فدرالي امنيت شورا د سکرتر په توګه ټاکل شوی دی.

د روسيې  فدرالي کمېټې (سنا مجلس) د مې په ۱۲مې شپې پر ټولنیزو رسنيو خبر ورکړی، چې ولسمشر پوتین په همدې ورځ دوی ته د دې هېواد د نوي فدرالي حکومت د اړوندو ادارو د نوماندانو لېست وړاندې کړی دی.

د یاد لیست له مخې، اندري بيلوسوف، چې مخکې د روسیې لومړی مرستيال صدراعظم و، د دغه هېواد د دفاع وزير په توګه، سيرګي ویکتورویچ لاوروف د بهرنيو چارو د وزير په توګه، سيرګې ناريشکين د روسيې د بهرنيو استخباراتو رياست د مشر په توګه، الکسندر کولنکوف د روسيې د بیړنیو حالاتو د وزير په توګه، ولادیمیر کولوکولتسيو د کورنیو چارو وزیر په توګه، کونستانتین تریچینکو د عدلیې وزیر په توګه او الکسندر بورتنيکوف د فدرالي امنیت ادارې د رئیس په توګه نوماند شوي دي.