هان جنګ د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه
CMG2024/05/14 15:32:43
شريکول:

د چين د دولت مرستيال رئيس هان جنګ د مې په ۱۳ مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د ۲۰۲۴م کال د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، د چين دولت رئيس شي جين پینګ څو ځلې څرګنده کړې، چې بېلا بېل هېوادونه دې د خطرونو او ننګونو پر وړاندې يو موټی شي، د همکارۍ او ګډو ګټو په مفکورې دې ټينګار ولري او نړيوال ګډ پرمختګ دې وهڅوي. 

هان جنګ ويلي، چې هېواد به يې په لوړې سويې ورخلاصون ته دوام ورکړي او له نورو هېوادونو سره به د پرمختګ ګټې شریکې کړي.

د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزه د چین د سوداګرۍ د پرمختګ ټولنې لخوا جوړه او په تېرو کلونو کې درې ځلې ترسره شوې ده.

د روانې سرمشریزې منځپانګه د هېوادونو ترمنځ په متقابلو همکاريو ورټوله ده او د نړیوالو سازمانونو، اقتصادي ارګانونو، په چين کې د بهرنيو سوداګريزو ټولنو او د سوداګرۍ د نړيوالو ارګانونو د مسئولينو او د چيني او بهرنيو تصديو د استازو په ګډون ۷۵۰ کسانو پکې ګډون کړی دي.