بېجینګ د روغتيا نړیوالې غونډې کې د تايوان له ګډون سره مخالفت وکړ
CMG2024/05/14 15:30:22
شريکول:

د روغتيا د  ۷۷ مې نړیوالې اسمبلۍ په کلنۍ غونډې کې د نوملېکنې بهیر د مې په ۱۳ مې نېټې پای ته رسېدلی او تايوان تراوسه پدغې غونډې کې د ګډون بلنه نه ده ترلاسه کړې.

د تايوان سيمې د ډيموکراتيک پرمختګ ګوند مسئولينو ويلي، چې په دغې غونډې کې د تايوان نه ګډون به د وبا پر نړیوال وقايوي سیسټم اغېز ولري.

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۳ مې نېټې پدې اړه ويلي، چې د تايوان ډيموکراتيک پرمختګ ګوند په ۲۰۱۶ م کال کې واک ته رسېدلی او له همغه وخت راهيسې يې د چين له سترې برخې سره د ۱۹۹۲م کال ګډه موافقه نه ده پلې کړې، له هېواده د تايوان له جلا کېدو يې ملاتړ کړی او له دې امله يې د روغتيا نړيوالې اسمبلۍ کې د برخې اخيستنې سیاسي بنسټ هم باطل شوی دی او بېجينګ هم د دې ارګان په سږنۍ غونډې کې د تايوان له ګډون سره مخالفت کړی دی .

وانګ ون بين زياته کړې، چې نړۍ کې د چین په نوم يو هېواد شته او د چين ولسي جمهوریت حکومت يې يوازينی قانوني حکومت دی او تايوان د دغه هېواد د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده.

 چين په نړیوالو سازمانونو کې د تايوان سيمې د برخه اخيستنې په پار دايمي او څرګند دريځ لري، چې له مخې يې دغه چارې باید د يو چين پېژندنې اصل پر اساس ترسره شي او دغه اصل يې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۲۷۵۸م پرېکړه ليک او د روغتيا نړیوالې اسمبلۍ په ۲۵.۱ م پرېکړه ليک کې هم ليکل شوی دی.