د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان او د یونان صدراعظم کيرياکوس ميتسوتاکيس د مې په ۱۳مې نېټې د ترکیې په پلازمینې انقره کې سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږيدلي دي.
دواړو مشرانو له اختلافاتو سره سره، د خپلمنځي اړيکو مثبت پرمختګ ډېر مهم بللی دی.
اردوغان له ميتسوتاکيس سره تر کتنې وروسته رسنيو ته ويلي، چې ترکيه او یونان خپلمنځي اختلافات لري، خو بیا هم خپلمنځي همکارۍ يې د پراختيا په حال کې دي.
نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه دې د سیمه ییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره د قبرس ټاپو د حقیقي حالاتو پر بنسټ د "عادلانه او دایمي حل" لايحه پيدا کړي څو د سيمې سوله او ثبات خوندي شي.