ولې اسرائيل رفح ښارګوټي ته پوځي عمليات پراخوي
CMG2024/05/14 15:09:52
شريکول:

په غزې کې د اوربند د نوي پړاو خبرې اترې په دې وروستيو کې د مصر په پلازمينې قاهرې کې بې پايلې پای ته رسیدلي او هممهال اسرائيلي لوري د غزې په جنوبي رفح ښارګوټي کې د پراخو پوځي عملياتو پرېکړه کړې ده.

نړيوالې ټولنې د اسرائيل پر دغې پرېکړې اندېښنه ښودلې او په دې اند ده، چې ياد پوځي عمليات به يې په غزې کې د بشري ناورين د لا سختېدو سبب وګرځي.

د غزې د شخړې ښکيلو خواوو د نوي پړاو خبرې اترې د روانې مياشتې په اوومې نېټې په قاهرې کې پيل شوې، خو په نهمې نېټې اسرائيل او حماس په جلا جلا توګه د يادو خبرو اترو د ناکامېدو په اړه اعلاميې خپرې کړې دي او په ورته وخت کې اسرائيل په رفح ښارګوټي کې د پوځي عملياتو د پراخولو اعلان کړی دی.

خبري رسنيو د سرچېنو په قول خبر ورکړی، چې د اسرائيل امنيتي کابېنې په همدې ورځ په رفح ښارګوټي کې د پوځي عملياتو پلان ته منظوري ورکړې ده. د اسرائيل د پوځ وياند دانيل هاګاري د روانې میاشتې په دوولسمې نېټې په ويديويي وينا کې ويلي، چې ځواکونه به يې په رفاح ښارګوټي کې پر حماس دقيقو بريدونو ته دوام ورکړي.

اسرائيلي ځواکونو په رفاح ښارګوټي کې د پوځي عملياتو عمده موخه د حماس له منځه وړل ياد کړي دي.

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو څو ځلې ويلي، که اسرائيل په رفح ښارګوټي کې د حماس څلور کنډکونه له منځه يوسي، نو اسرائيل به د خپلو پوځي عملياتو درې موخې ترسره کړي يعنې نيول شوي اسرائيليان به وژغوري، حماس به له منځه يوسي او په راتلونکې کې به غزه اسرائيل ته ګواښ جوړ نه کړي.

امريکا ويلي، په رفح ښارګوټي کې د اسرائيل له پوځي عملياتو څخه ملاتړ نه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د مې په دوولسمې نېټې ويلي، چې په رفح کې د پوځي عملياتو پراخوالی به يوازې د ګډوډۍ او انارشۍ لامل وګرځي او اسرائيل له دې لارې حماس له منځه نه شي وړلی. د امريکا حکومت د خپلو وګړو د فشار له امله په لومړي ځل اسرائيل ته د وسلو لېږدول ځنډولي دي.

ولسمشر جوبايډن د روانې میاشتې په اتمې نېټې ويلي، که اسرائيلي ځواکونه په رفح کې پوځي عملیات ترسره کړي، نو امريکا به د بمونو په شمول ځينې وسلې اسرئيل ته ونه ليږدوي.

د اسرائيل په دننه کې هم زياتو خلکو د نيتانیاهو په مشرۍ له حکومت څخه ناخوښي څرګنده کړې او ځينو ځایونو کې يې لاريونونه هم کړي دي او له حکومته يې غوښتي، چې روانه جګړه ډېر ژر پای ته ورسوي.

د بيت المقدس پوستي ورځپاڼې د نوې نظرپوښتنې پايله ښيي، چې ۷۰ سلنه اسرائيليان پر حکومت لږ باور لري او ۵۸ سلنه وګړي يې بيا پر دې اند دي، چې نيتانياهو باید سمدلاسه استعفا وکړي. خو داسې ښکاري، چې يادو فشارونو په رفح ښارګوټي کې د اسرائيلي ځواکونو پر عملياتو کوم اغېز نه دی کړی او نه هم د عملياتو د پراخوالي پلان يې بدلولی شي.

د شنونکو په اند نيتانياهو غواړي، د جنګ په دوام کې خپل واک وساتي. د اسرائيل د سيمه يیزو ډيپلوماتيکو تګلارو د څېړنيز انستيټيوټ مشر نيملود ګولن ويلي، چې د نيتانياهو په مشرۍ واکمن اتحاد د ښي لاسي ګوند له خوا کنټرول کيږي او په خبره يې، د ښي لاسي ګوند استازو او د اسرائيل د ملي امنيت وزير ايتامار پن ګوير پخوا خبرداری ورکړی و، که حکومت يې له حماس سره جګړې ته دوام ور نه کړي، نو د ده په مشرۍ د يهودي ځواکونو ګوند به له واکمن اتحاد څخه ووځي او که دغسې حالت رامنځته شي، نو د نيتانياهو په مشرۍ حکومت به هم سقوط وکړي.

امريکا هم پر اسرائيل فشارونه اچولي، خو د عامه افکارو په اند د امريکا فشارونه به پر رفح ښارګوټي د اسرائيل پر پوځي عملیاتو اغېزه ونه کړي.

 د فلسطين او اسرائيل ترمنځ پر روانې شخړې اووه مياشتې تېرې شوې دي.

په غزې کې د فلسطين د روغتيا ادارې د مې په ۱۲مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغې سیمې کې د اسرائيلي ځواکونو د پوځي عملياتو له امله څه باندې ۳۵ زره فلسطينيان وژل شوي او ۷۸ زره نور ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش په وروستيو کې خبرداری ورکړی، که اسرئيلي ځواکونه پر رفح ښارګوټي بريدونو ته دوام ورکړي، نو د غزې خلک به له لازیاتو بشري ناورينونو سره مخ شي.