د سينګاپور صدراعظم لي هسيون لونګ استعفا وکړه
CMG2024/05/14 10:32:27
شريکول:

د سينګاپور صدراعظمۍ ماڼۍ پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې صدراعظم لي هسيون لونګ د مې په ۱۳مې نېټې ولسمشر تارمن شانموګراتنام ته خپله او د حکومت استعفا وړاندې کړې ده.

د سينګاپور ولسمشر تارمن شانموګراتنام منتخب صدراعظم لاورېنس وانګ ته د حکومت د جوړولو واک ورکړی او هغه یې بلنه منلې ده.

د سینګاپور د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستيال ګن کيم يونګ د لاورېنس وانګ د مرستيال صدراعظم په توګه او هېنګ سوي کيت د صدراعظم دویم مرستيال په توګه ټاکل شوي دي.

د خبر له مخې، د سينګاپور ولسمشر د صدراعظم او حکومت استعفا منلې او ټاکل شوې، د نوي صدراعظم په مشرۍ نوې کابينه به د روانې مياشتې په ۱۵مې نېټې لوړه وکړي.