چين د يمن مسئلې د سیاسي حل غوښتنه وکړه
CMG2024/05/14 10:48:36
شريکول:

 په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي ګنګ شوانګ د مې په ١٣مې نېټې د يمن مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په عمومي غونډه کې له ښکېلو لورو غوښتنه کړې، چې په سياسي او ډيپلوماتيکو لارو د یمن مسئله پای ته ورسوي.

ګنګ شوانګ ویلي، د یمن مسئله باید په سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو حل شي او اړوندې خواوې باید د یمن د خلکو ګډو ګټو ته پاملرنه وکړي، لاسوهنو ته دې ځای نه ورکوي، پر لویې لارې دې ګامونه پورته کړي او د خپلو خلکو په لارښوونې او اصولو دې هراړخیز سیاسي بهیر ته وده ورکړي.

نوموړي پر نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه پر هغو هېوادونو غږ کړی، چې د یمن پر حالاتو اغېز لري، چې په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

ګنګ شوانګ په خپلو خبرو کې سور سمندرګي ته هم اشاره کړې او په خبره یې، د دغه سمندرګي شاوخوا وضعيت بايد سمدستي ارام شي او په ورته وخت کې يې پر حوثي وسله والې ډلې هم غږ کړی، چې له نړيوال قانون سره سم په سور سمندرګي کې د ټولو هېوادونو د سوداګريزو بېړيو د تګ راتګ حق ته درناوی وکړي او سمدلاسه دې له بریدونو څخه لاس واخلي.

نوموړي له اړوندو خواوو د زغم غوښتنه کړې او په خبره یې، کوم لوری باید داسې ګام پورته نه کړي، چې د تاوتریخوالي سبب ګرځي.