امير عبداللهيان: د ايران او سعودي همکارۍ په زياتو پرمختيايي چارو کې بريالۍ روانې دي
CMG2024/05/14 10:34:15
شريکول:

د ايران خارجه وزير حسين امير عبداللهيان د مې په ۱۲مې نېټې په پلازمېنې تهران کې د ايران او عربي هېوادونو په ۳م ډيالوګ کې ويلي، چې ایران او سعودي عربستان په زياتو پرمختيايي چارو کې بريالۍ دوه اړخيزې همکارۍ ترسره کړې دي او په خبره یې، هېواد يې پر يادو همکاريو خوښ او هرکلی يې کوي.

نوموړي په ياد ډيالوګ کې څرګنده کړې، چې ایران او سعودي عربستان له تېر کال راهيسې د دوه اړخيزو همکاريو په زياتو برخو کې بريالۍ چارې ترسره کوي او په راتلونکی کې به یې هم خپلمنځي همکارۍ لا پسې پياوړې کړي.

هغه دا هم ويلي، چې ايران له عرب متحده اماراتو، قطر، عمان او کويت سره د نوي پړاو همکارۍ پيل کړي او نيت لري، چې له سيمه ييزو هېوادونو سره خپلمنځي تفاهم او يووالی وهڅوي.