بېجينګ: په ملګرو ملتونو کې د فلسطين د غړيتوب اخيستنې ته باید خنډونه جوړ نه شي
CMG2024/05/14 15:31:02
شريکول:

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د مې په لسمې نېټې په دغه سازمان کې د فلسطين د غړيتوب اخيستنې په پار بېړنۍ غونډه ترسره کړې او په ۱۴۳ موافقو، ۹ مخالفو او ۲۵ سپينو رايو يې یو پرېکړه ليک تصويب کړی دی.

په پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې فلسطين د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د دغه سازمان د رسمي غړي له ميعار سره مطابقت لري او امنيت شورا دې په دغه سازمان کې د فلسطين د غړيتوب غوښتنليک بيا وسنجوي. 

چين ياد پرېکړه ليک ته موافقه رايه ورکړې او د وړاندې کولو په چارو کې يې ګډون کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۳ مې نېټې ويلي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په بېړنۍ غونډې کې د رايو په اکثريت ياد پرېکړه لیک تصویب شوی او پکې تائيد شوې، چې فلسطين د ملګرو ملتونو د رسمي غړي له شرايطو سره مطابقت لري او د نړیوالې ټولنې د هيلو ښکارندويي کوي.

نوموړي ويلي، هېواد يې له امنيت شورا ملاتړ کوي، چې د ياد پرېکړه ليک له مخې په ملګرو ملتونو کې د فلسطين د غړيتوب غوښتنليک بيا وسنجوي او له اړوندو هېوادونو غواړي، چې د دغه بهیر پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.

وانګ ون بين ويلي، د چين استازي ياد پرېکړه لیک ته له رايې اچونې وروسته د بېجينګ دريځ بيان کړی او د يو خپلواک فلسطين منل يې د فلسطينيانو اوږدمهاله هيله او په ملګرو ملتونو کې د غړيتوب اخيستل يې د دې تاريخي بهیر کليدي ګام بللی دی.

نوموړي له فلسطين سره د خپلواک هېواد په جوړولو کې مرسته کول او د دوو هېوادونو لایحې د پلي کولو له لارې په منځني ختيځ کې د دايمي سولې راوستل د نړيوالې ټولنې ګډه هېله او د بېلا بېلو لوريو ګډ مسئوليت یاد کړی دی.