اسرائيلي ځواکونه په غزه کې پوځي عملياتو ته دوام ورکوي
CMG2024/05/14 10:30:09
شريکول:

د اسرائيل پوځ د مې په ۱۳مې نېټې په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې جنګي الوتکو يې تېره ورځ په غزې تړانګې کې پر څه باندې ۱۲۰ موخو هوايي بريدونه کړي او ځمکنيو ځواکونو يې د غزې په شمال او جنوب کې خپلو پوځي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې، اسرائيلي ځواکونو د رفح ښارګوټي په ختيځ او رفح بندر شاوخوا کې له حماس وسله والو سره جګړه کړې، د دوی پر چوڼۍ يې بريدونه کړي، يو شمېر اورپکي يې وژلي او ځينې وسلې او د راکټ ويشتونکې وسيلې يې هم ترې نيولې دي.