د اروپايي ټولنې شورا د روانې میاشتې په ۱۴مې نېټې د اروپايي کډوالو د پالنې په تړاو د قانون د اصلاحاتو لايحې ته منظوري ورکړې او ويلي يې دي، چې د اغېزمنې او واحدې پروسې د جوړولو له لارې به د دې ټولنې غړو هېوادونو ته د کډوالو د تګ چارې په منظم ډول اداره کړي او غړي هېوادونه به يې خپل مسؤليتونه پرغاړه واخلي.
د اروپايي ټولنې شورا په يوې اعلامیې کې ويلي، چې په دغې لايحې کې لس ماده ييزي قانوني مسودې شاملې دي او دا یې په اروپايي ټولنې کې د کډوالو پالنې او د اړوند سیسټم هراړخيز اصلاحات بللي دي.
په يادو مسودو کې د کډوالو د پناه غوښتنو په اړه د غړو هېوادونو مسؤليت ټاکل شوی او په دغې برخې کې يې واحد معيار او ميکانيزم جوړ کړی دی او غړي هېوادونه به يې په لا عادلانه توګه خپل مسؤليت پرغاړه واخلي.