امريکا پر چيني توکو زیاتې ګمرکي تعرفې ولګولې
CMG2024/05/15 10:56:14
شريکول:

د امريکا ولسمشر جون بايډن د مې په ۱۴مې نېټې اعلان  کړی، چې له چين څخه پر وارداتي بريښنايي موټرونو به ګمرکي تعرفې زياتې کړي. 

سپينې ماڼۍ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر بايډن د ۱۸ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توکو د ګمرکي تعرفو د زياتوالي تګلاره اعلان کړې، چې پکې د بريښنايي موټرونو، ليټيم بټرۍ، پوټوولتايکس، کاني زېرمې، سېميکواڼدکټر شامل دي.

د امريکا د سوداګرۍ مرکچې دفتر ويلي، چې واشنګټن د مالياتو له ۳۰۱ مادي سره سم پر چيني توکو ګمرکي تعرفې زياتې کړې دي.

امريکايي کارپوهان د جوبايډن دغه تدبيرونه د کورني سياست لامل بولي او ښايي په دغه هېواد کې د اړوندو صنعتي چارو د سمسورتيا او د اقليمي بدلون پر ضد د امريکا کوښښونو ته زيان ورکوي او ډېر امريکايان به اغېزمن کړي.

د چين سوداګرۍ وزارت په همدې ورځ د امريکا پر يادې کړنې ناخوښي ښودلې او پر واشنګټن يې غږ کړی، چې خپلې ناسمې کړنې پای ته ورسوي او پر چيني توکو لګېدلې ګمرکي تعرفې دې لغوه کړي.

د چين سوداګرۍ وزارت ويلي، چې هېواد به یې د خپلو حقونو د ساتلو لپاره ځوابي تدبيرونه ونيسي.