شي جين پینګ د بېجينګ د لوی ديوال په لمن کې اوسېدونکو ته ځوابي بيغام واستاوه
CMG2024/05/15 18:20:15
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت او مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پینګ د مې په څوارلسمه نېټه د بېجينګ ښار د يان چينګ ناحيې د بادالينګ علاقه دارۍ د شه شيا کليوالو ته ځوابي پيغام واستاوه او هغوی ته يې د زړه له کومې سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې.

رئيس شي جين پینګ په خپل پیغام کې کليوالو ته ليکلي:  تاسو ډېر کاله  د لوی دیوال ساتنه کړې او د لوی دیوال په تړاو تاريخ مو خپور کړی او په ورته وخت کې تاسو د اړوندو سرچينو په ګټې اخيستنې شتمن شوي يئ او زه پر دې ډېر خوشحاله شوم.

هغه ليکلي : لوی ديوال د چيني ملت او چیني تمدن سمبول دی او ور څخه د چیني ملت د نه ستومانه کېدونکو هلو ځلو روحيه او د چينايانو د وطن پرستۍ احساست ښکاري. د دې کلتوري ميراث ساتل او خپرول د چينايانو ګډ مسؤليت دی.

نوموړي هيله ښودلې، چې ياد کليوال د خپلو کورونو د ساتلو په څېر د لوی دیوال ښه ساتنه وکړي، نورو وګړو ته د لوی دیوال په اړه په زړه پورې کيسې ورسوي، تر څو لازيات کسان د لوی دیوال په اړه معلومات تر لاسه کړي او د دې ديوال ساتنه وکړي او دغه قيمتي شتمني نسل په نسل پاتې شي.

ده ويلي: هيله لرم چې تاسې ټول به له دې لارې  د سوسياليستي کلتور لرونکي قوي هېواد د ابادۍ او چيني شکله عصري کېدو د پرمخ بيولو لپاره خدمتونه وکړئ