پر غزې د اسرائيلي ځواکونو تازه بريدونه کې ۴۰ کسان وژلي
CMG2024/05/15 11:31:16
شريکول:

د فلسطين ملي اژانس د مې په ۱۴مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو تېره شپه د غزې تړانګې د نصیرات د کډوالو کمپ کې پر يوې استوګنيزې ودانۍ او يوه ښوونځي هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ګڼ شمېر ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

په غزې تړانګې کې ځينو سرچېنو ويلي، چې د اسرائيلي ځواکونو ټانکونه د روانې مياشتې په ۱۴مې نېټې د غزې تړانګې د رفح ښارګوټي په لور خوځيدلي او د فلسطیني وسله والو له مقاومت سره مخ شوي دي.

په سیمې کې د سپکو او درندو وسلو اوازونه هم اورېدل شوي دي.