په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي دای بینګ د مې په ۱۴مې په امنیت شورا کې د لیبیا مسئلې په اړه د نړیوالې جنايي محکمې د چارو څارنيزې غونډې ته ويلي، چې هېواد يې له دې ملاتړ کوي، چې د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو په پار سختو نړیوالو جرمونو ته سزا ورکړل شي.
ښاغلي دای بینګ ویلي، نړیواله جنايي محاکمه باید د نړیوالې ټولنې د پاملرنې وړ مهمو بحرانونو او ننګونو پر وړاندې قوانین عادلانه وکاروي، له دوه ګوني معیارونو باید ډډه وکړي او نړیوال مساوات او عدالت باید وساتي.
نوموړي ويلي، په لیبیا کې د سولې او خوندیتوب عملي کېدل د عدالت د ساتلو بنسټ جوړوي او نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد حاکمیت او د خاورو بشپړتیا ته درناوی وکړي.
چين د لیبیا له مختلفو خواوو غوښتي، چې ډیالوګ او مشورې وکړي او د بهرنۍ لایحې او زور کارونې دې ډډه وکړي.