چيو شي مجله کې به د شي جين پينګ مقاله خپره شي
CGTN2024/05/15 17:37:31
شريکول:

 د چين «چیو شي» مجله به د مې په ۱۶ مه نېټه د دغه هېواد د دولت د رئیس شي جين پينګ يوه مقاله خپره کړي، چې عنوان يې دی «راځئ، اصلاحات او ورخلاصون په هراړخيزه توګه ژور کړو او د چيني شکله عصري کېدو بهیر ته دوامدار او پياوړی خوځنده ځواک برابر کړو.)

شي جين پينګ په دغه مقاله کې ليکلي ، چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو په عصري زمانه کې د چين د چټک پرمختګ لپاره ډېر مهم رول لوبولی او چین به هڅه وکړي چې د هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو لپاره لااغېزمن تدبيرونه طرحه کړي او خپل باکيفيته پرمختګ او د چيني شکله عصري کېدو بهیر ته دوامدار او پیاوړی خوځنده ځواک برابر کړي.