د نفتو د صادراتي هېوادونو سازمان يا اوپيک (OPEC) د مې په ۱۴مې نېټې د نفتو مياشتني بازار په اړه يو راپور خپور کړی، چې پکې د ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م کالونو د نفتو نړيوالې تقاضا هغه وړاندوینه یې تکرار کړه، چې سږ کال به د نفتو نړيواله ورځنۍ تقاضا د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۲،۲ ميليونه بيلره زياته کړي او عمومي اندازه به یې ۱۰۴ ميليونو بيلرو ته ورسوي.
په دغه راپور کې راغلي، په ۲۰۲۵م کال کې به د نفتو نړيواله ورځنۍ تقاضا د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۱ ميليون او ۸۰۰ زره بيلره زياته شي او ۱۰۶ ميليونو بيلرو ته به ورسيږي.
راپور وايي، اوپيک به د الوتکو او سړکونو له لارې د مسافرینو د تګ راتګ او د توکو حمل و نقل لپاره د نفتو سږنۍ نړيواله تقاضا وساتي.
د چین اقتصاد ثابت پرمختګ کوي او د سیلانۍ تود بازار به يې د ۲۰۲۵م کال د نقتو تقاضا وساتي.