د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د مې په څوارلسمې نېټې د يوه فرمان له مخې د نوي حکومت کابېنې د غړو او د بېلا بېلو ادارو د مسؤلينو لېست ته منظوري ورکړې، چې پکې د نوي حکومت صدراعظم او۱۰ مرستيالان يې او ۲۱ وزيران شامل دي.
سيرګي ناليش په همدې ورځ د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې د مشر په توګه او اليکسندر بورټ نيکوف د فدرالي امنيت د رياست د مسؤل په توګه دندې پيل کړې دي.
ولادمير پوتين د مې په ۷مې نېټې په کرېملين ماڼۍ کې لوړه وکړه او د ولسمشر په توګه يې د ماموريت خپله پنځمه موده پیل کړه.
نوموړي د روانې میاشتې په ۱۰مې نېټې ميسوسکين د حکومت د صدراعظم په توګه ټاکلی دی.