تایوان د روغتيا په نړيوالې غونډې کې د ګډون په موخه ۸ ځلې ناکام شوی
CMG2024/05/15 15:13:56
شريکول:

د روغتيا ۷۷مې نړيوالې غونډې د نوم ليکنې بهير د مې په ۱۳مې نېټې پای ته رسېدلی، خو تايوان سیمې پکې د ګډون بلنه نه ده ترلاسه کړې.

د دې سیمې واکمن ډيموکراتيک پرمختګ ګوند پر له پسې ۸ ځلې هڅې کړي، چې په يادې غونډې کې برخه واخلي، خو بيا بیا ناکام شوی دی. دا د دې څرګندويي کوي، چې نړيواله ټولنه د يو چين د پېژندنې پر اصل اجتماع لري. که امريکايي لوری هر څنګه کوښښونه وکړي او ډيموکراتيک پرمختګ ګوند څومره هم وهڅوي، چې بهرنی ملاتړ خپل کړي، خو خپلې موخې ته به ونه رسيږي.

امريکا او د تايوان سیمې واکمن ډيموکراتيک پرمختګ ګوند د روغتيا په نړيوالې غونډې کې د ګډون په موخه داسې ګنګوسې خپرې کړي، چې ګواکې که تايوان سيمه په يادې نړيوالې غونډې کې ګډون ونه کړي، نو د وبا ضد نړيوال وقايوي سيسټم کې به تشې رامنځته شي.

ايا تايوان سيمه د روغتيا نړيوالې غونډې کې د ګډون حیثیت لري؟

د دغې سيمې ګډون به د وبا ضد پر نړيوال وقايوي سيسټم منفي اغېزې وکړي؟

په دغو چارو کې د امريکا او تايوان سيمې ګډې هڅې ولې پر له پسې ۸ ځلې ناکامې شوې دي؟

په دغې لېکنې د همدغو ۳ پوښتنو ته د ځواب ويلو هڅه شوې ده.

لومړی، تايوان سيمه د چين د مرکزي حکومت له اجازې پرته د روغتيا په نړيوالې غونډې کې د ګډون حيثیت او حق نه لري.

د چين ولسي جمهوريت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۲۷۵۸م پرېکړه ليک او د روغتيا نړيوالې غونډې د ۲۵.۱ م پرېکړه ليک د بنسټيزو اصولو په رڼا کې د چين استازيتوب کوي او همدا یې يوازينی قانوني حکومت دی او د ملګرو ملتونو په سيسټم کې د حاکميت بشپړ حقونه لري.

تايوان که غواړي د چين د يو ولايت په توګه د روغتيا نړيوالې غونډې کې ګډون وکړي، نو د يو چين پېژندنې اصل ته بايد درناوی ولري. تايوان سيمې له ۲۰۰۹م کال نه تر ۲۰۱۶م کال پورې د چين د تايوان په نوم او د کتونکي په حيث د روغتيا نړيوالو غونډو کې ګډون کړی و. دا د يو چين د اصل پر بنسټ او د تايوان تنګي د دواړو غاړو په سلامشورې ځانګړی ترتيب او پر تايوان د چين د لويې وچې مهرباني وه.

دوهم، هغه ګنګوسې، چې وايي که تايوان د روغتيا په نړيوالې غونډې کې ګډون ونه کړي، نو ښايي د وبا ضد نړيوال وقايوي سيسټم کې به تشې رامنځته شي، بيخي بې ځایه او بې بنسټه دي.

د چين مرکزي حکومت د تايوان تنګي دواړه غاړې يوه کورنۍ بولي او په نړيوالو روغتيايي چارو کې د تايوان سيمې د برخې اخيستنې په اړه يې مناسب ترتيبات نيولي دي. په تېر يوه کال کې د تايوان سيمې د ۲۱ ډلو ۲۴ کسانو د روغتيا نړيوال سازمان په تخنيکي فعاليتونو کې د ګډون غوښتنليکونه وړاندې کړي او د چين مرکزي حکومت ورته منظورۍ ورکړې دي.

په تايوان سيمې کې د روغتيا نړيوال تړون له مخې ارطباتي دفتر جوړ شوی، چې دغه سيمه د روغتيا نړيوال سازمان معلومات پر وخت ترلاسه کولای او هم ياد نړيوال سازمان ته اړوند خبرونه وړاندې کولای شي.