د چین د کمومېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي د مې په ۱۵ مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د صدراعظم له مرستيال سره تر خبرو وروسته مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ او د خبريالانو پوښتنو ته يې په ځواب کې وويل، امریکا پدې وروستيو کې پر چين ډېر يواړخيز بنديزونه لګولي او د چين د عادي اقتصادي، سوداګريزو، علمي او تخنيکي فعاليتونو د مخنيوي هڅه کوي.
وانګ يي د امريکا ياده کړنه په نړۍ کې د بادارۍ تر ټولو روښانه مثال بللی او ويلي يې دي چې دغه کړنه به هرومرو ناکميږي . نوموړي همدارنګه له امریکا غوښتي، چې د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په حساسو شېبو کې باید نړۍ ته نور خنډونه جوړ نه کړي.