وانګ يي پيټر اګواکا ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/05/15 14:32:54
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزې کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۱۴مې نېټې د سلیمان ټاپو د بهرنيو چارو او سوداګرۍ نوي وزير پيټر اګواکا ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، چين او سلیمان ټاپو د اړيکو د ټينګېدو له تېرو ۵ کلونو راهيسې، د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې سياسي متقابل باور ژور کړی او خپلمنځي همکارۍ يې ښې لاسته راوړنې لري.

نوموړي ويلي، چين د سلیمان ټاپو سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې له سلیمان ټاپو سره خپلمنځي ډيالوګ او مشورې پياوړې او په بېلا بېلو برخو کې ورسره خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي، په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې ورسره همغږۍ او مشورې زياتې کړي او خپلمنځي اړيکې ورسره پرمخ بوزي.