اسرائيل په ملګرو ملتونو کې د فلسطين د شموليت پرېکړه رد کړه
CMG2024/05/16 10:34:56
شريکول:

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نېتانياهو د مې په ۱۵مې نېټې ويلي، چې هېواد يې په ملګرو ملتونو کې د فلسطين د شمولیت په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه نه مني او په خبره یې، دغه پرېکړه به د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د مذاکراتو بنسټ ونه ګرځي.

نېتانياهو ويلي، د ملګرو ملتونو پرېکړه دا توان نه لري، چې اختلاف لرونکې خاورې، د اسرائيل او په اسرائيل کې د يهوديانو حقونه بدل کړي.

د نوموړي په وينا، د ملګرو ملتونو ياده پرېکړه به د دواړو خواوو د مذاکراتو بنسټ ونه ګرځي او د اسرائیل او فلسطين مسئلې د سوله ييز حل بهير به چټک نه کړي.