بېجینګ: د چین د تولیداتو د اضافي وړتیا په اړه ادعاوې ناسمې دي
CMG2024/05/16 17:49:20
شريکول:

د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند هه یا دونګ د مې په ۱۶مه نېټه یوې خبري ناستې ته وویل، ځینو لوېديځو هېوادونو په دې وروستیو کې د تولید اضافي وړتیا په پلمه پر چین نیوکې کړې، خو دغه نظر بیخي بېځایه دی.

 نوموړي وویل، د بازار اقتصادي اصل له مخې ګورو، په اوسني نړیوال اقتصاد کې مختلف هېوادونه یو له بل سره تبادلې او همکارۍ کوي او یوه  اتحاد یې جوړ کړی

او خپل تولید او مصرف یې د نړیوال کېدو په حال کې دی. د نړیوالې سوداګرۍ له مخې ګورو، مختلف هېوادونه په نړیوالې سوداګرۍ کې خپلې وړتیاوې کاروي او د نړیوال اقتصاد موثریت او ګټې زیاتوي. د چارو د پرمختګ تمایل له مخې ګورو، اوس زرغون پرمختګ د نړیوال پرمختګ تمایل دی او د نوې انرژۍ تولیداتو ته تقاضا مخ په زیاتېدو ده.