شي جين پينګ د برازیل ولسمشر لویز لولا ته د همدردۍ پيغام لېږلی
CMG2024/05/16 10:07:26
شريکول:

د برازيل په ریو ګرانډ دوسول ایالت کې وروستيو سختو ورښتونو او سيلابونو ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مې په ۱۴مې نېټې خپل برازيلي سیال لویز ایناسیو لولا ته د همدردۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ویلي، چې د برازيل په ریو ګرانډ دوسول ایالت کې سختو ورښتونو او سيلابونو خلکو ته د سر او مال زيانونه اړولي او دغه خبر هغه ته ټکان ورکړی دی.

شي جين پينګ په پيغام کې د چین د حکومت او خلکو په استازیتوب پر وژل شويو کسانو خواشيني او د دوی له کورنيو او سيلاب ځپلو وګړيو سره همدردي ښودلې ده.

نوموړي باور ښودلی، چې ناورين ځپلي وګړي به ډېر ژر ستونزې لېرې کړي او خپل کورونه به بيا ورغوي.