د پاکستان ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو مطبوعاتي ادارې د مې په ۱۵مې نېټې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په همدې ورځ يې د فتح-۲ راکټي سیسټم په ازمویښتي توګه توغولی دی.
په اعلامیې کې د یادې ازموینې موخه د توغولو د اجنډا بشپړېدل ښودل شوي دي.
فتح-۲ راکټي سیسټم تر ۴۰۰ کیلومتره واټن پورې توغندی ویشتلی شي او وتلی لارښوونکی سیسټم پکې ځای پر ځای شوی دی.
پاکستان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د فتح-۱ راکټي سیسټم په بریالیتوب توغولی و، چې پخپله یې څېړلی او جوړ کړی دی او بیا وروسته یې د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر کې د فتح-۲ راکټي سیستم په بریالیتوب وتوغاوه.