جاو شينګ له مولوي عبدالکبیر سره وليدل
CMG2024/05/16 16:01:51
شريکول:

په افغانستان کې د چين سفير جاو شينګ د مې په ۱۵مې نېټې د افغانستان د سرپرست حکومت د رياست الوزرا له سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبیر سره ليدلي او د دوه اړخيزو اړيکو پر ټيګېدو سره غږېدلي دي.

جاو شينګ ويلي، هېواد يې غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو اړيکو ته دوامدار پرمختګ ورکړي.

مولوي عبدالکبير له چين څخه مننه کړې، چې په اوږدمهال کې يې له افغانستان څخه ملاتړ او مرسته ورسره کړې او ويلي یې دي، چې هېواد يې غواړي له چين سره په بېلا بېلو برخو کې نظر تبادلې او همکارۍ زياتې او ژورې کړي.