لي چيانګ د سینګاپور نوي صدراعظم لاوژنس وونګ ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/05/16 10:31:06
شريکول:

د چين صدراعظم لي‌ چيانګ د مې په ۱۵مې نېټې د سينګاپور د نوي صدراعظم د ټاکل کېدو په پار  لاوژنس وونګ ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی. 

نوموړي په پيغام کې ويلي، چين او سينګاپور دوستانه ګاونډي هېوادونه او مهم همکاران دي، دواړو هېوادونو د رسمي اړیکو له ټينګېدو څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې خپلمنځي سياسي اعتماد ژور کړی،‌ په بېلا بېلو همکاریو کې يو لړ لاسته راوړنې لري، خپل پرمختګ یې پياوړی کړی او د سيمه ييزو هېوادونو د همکاريو ښه نمونه يې جوړه کړې ده.

نوموړي ويلي، چين او سينګاپور تېر کال هراړخيزې باکیفيته همکاريزې اړيکې جوړې کړي او په نوي عصر کې يې د خپلمنځي اړيکو لپاره مشخص ستراتيژيک تمايل تاييد کړی دی.

لي‌ چيانګ زياته کړې، هېواد يې له سينګاپور سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري‌ او هيله يې ښودلې،‌ چې له صدراعظم لاوژنس وونګ سره نژدې تبادلې وساتي، خپلمنځي باکیفيته همکارۍ ورسره پياوړې کړي، دوديزه دوستي ورسره وساتي او خلکو ته نورې ګټې ورسوي او د سيمه ييزې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره نور زیات خدمتونه وکړي.