د چين دولت رئيس شي جين پینګ د مې په ۱۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ليدلي او په خپلمنځي اړيکو یې ورسره خبرې کړې دي.
شي جين پينګ له خپل روسي سیال سره په خبرو کې ويلي، چې سږکال د چين او روسيې د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی. د دواړو هېوادونو اړيکو په تېرو ۷۵ کلونو کې د نړیوال وضعيت له بدلونونو سره سره ښه پرمختګ کړی او د لويو او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ښه چلند نمونه يې جوړه کړې ده.
شي جين پينګ په تېرو څو کلونو کې له خپل روسي سیال ولاديمير پوتين سره څه باندې ۴۰ ځلې کتلي، نظر تبادلې يې ورسره کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره يې ورسره ستراتيژيکې لارښوونې کړې دي.
نوموړي ويلي، د چين او روسيې د اړيکو پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو او د خلکو له اساسي ګټو سره سمون لري، بلکې د سيمه ييزې او حتی نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره هم ګټور دی او په خبره یې، هېواد يې غواړي په نوي پړاو کې له روسيې سره يو د بل باوري ګاونډی، ملګری او همکار وګرځي، په دوامدار ډول ورسره د دواړو هېوادونو د خلکو دوديزه دوستي ټينګه کړي او پرمختګ او سمسورتيا ورسره پياوړې کړي او د نړۍ مساوات او عدالت خوندي وساتي.