د سلواکيا صدراعظم په يوه بريد کې ټپي شو
CMG2024/05/16 10:33:40
شريکول:

د سلواکيا خبري اژانس د مې په ۱۵مې نېټې خبر ورکړی،‌ چې د دغه هېواد پر صدراعظم رابرټ فیکو په ترنچين سيمې کې ډزې شوي او سخت ټپي شوی دی.

خبر وايي، يوه وسله وال د سلواکيا په ترنچين سيمې کې له يوې حکومتي غونډې وروسته پر صدراعظم رابرټ فیکو ډزې کړي، چې له امله یې نوموړی ډېر سخت ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د معلوماتو له مخې، بريدګر نارينه دی او اوس تر ګنټرول لاندې دی.

د سلواکيا ولسمشرې زوزانا کاپوتوا د يادې پېښې سخته غندنه کړې ده.