د چین سمندري ځواکونو د مې په ۱۵مې نېټې د هوانګ يان ټاپو شاوخوا سیمې کې عادي قانون ساتونکی تمرین ترسره کړی دی.
د فيليپين بېړۍ په همدې ورځ د چین له بیا بیا مخنيوي او خبرداري سره سره په قصدي توګه چيني سمندرګي ته ننوتلې دي.
د چين سمندري ځواکونو د فيليپين یاده کړنه د خپل هېواد پر ملي حاکميت څرګند تېری او له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه کلکه سرغړونه بللې او له فيليپين څخه یې د تيري او بېځايه کړنو د سمدستي بندولو غوښتنه کړې ده.