د فلیپين ۵ سوداګریزې بېړۍ، چې شاوخوا ۲۰۰ کسان پکې سپاره وو، د مې په ۱۵مې نېټې د چین د هوانګ یان ټاپو په لوري خوځېدلې دي.
فليپين د دغو بېړیو د تګ موخه د جنجال لرونکې سمندري لارې په اړه د خپلو حقونو ساتل ښودلې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین په همدې ورځ یوې خبري ناستې ته ويلي، هوانګ یان ټاپو د چین خاوره ده او هېواد يې پر دغه ټاپو او شاوخوا سمندري سیمې پوره حاکمیت لري.
نوموړي په اشارې ویلي، چین په ۲۰۱۶م کال کې د فلیپين څو کب نیوونکو بېړیو ته د هوانګ يان ټاپو په شاوخوا سمندري سیمو کې د کب نیولو اجازه ورکړې او په خبره يې، که فلیپين د چین د مهربانۍ رويه په بدنیت وکاروي، نو دا بيا په دې مانا ده، چې دغه هېواد د چین پر حاکمیت او د ادارې پر حق تېری کوي او چین به يې پر وړاندې له نړيوالو قوانينو سره سم ځوابي تدبیرونه ونیسي او فلیپين يې باید مسئولیت پر غاړه واخلي.