شي جين پينګ د عرب لیګ ۳۳مې سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/05/16 22:10:16
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۶مې نېټې په منامه کې د عرب ليګ د ۳۳مې سرمشريزې غونډې د تر سره کېدو په مناسبت د دغې سرمشريزې د نوبتي رئيسه هېواد بحرين پاچا حمد بن عيسى آل خليفه ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

د شي جين پينګ په وينا، عرب ليګ له ډېرې مودې راهيسې د عربي هېوادونو د يووالي او پرمختګ او د منځني ختيځ سیمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره هڅه کوي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې غواړي له عربي هېوادونو سره خپلمنځي دوستۍ ژورې کړي او د چين او عربو د ګډ برخليک ټولنه پياوړې کړي، څو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خدمت وکړي. د چين  ـ عربي هېوادونو همکارۍ فورم د وزيرانو لسمه غونډه به د دې مياشتې په پای کې بېجينګ کې تر سره شي. هيله يې ښودلې،‌ چې دواړه خواوې په دې غوڼدې کې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي او خلکو ته نورې ګټې ورسوي.