شي جين پينګ له پوتين سره د کوچنۍ ډلې غونډه وکړه
CMG2024/05/17 10:14:06
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۱۶مې نېټې په شپه د دغه هېواد په پلازمېنې بېجينګ کې له ولسمشر ولاديمير پويتن سره د کوچنۍ ډلې غونډه ترسره کړې ده.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د غونډې په ترڅ کې په اشارې ويلي، چې هېواد یې غواړي له روسيې او نورو هېوادونو سره يو موټی او د نړيوالې ادارې د سم لوري لارښوونه وکړي، د نړيوالې ټولنې عدالت او برابري خوندي وساتي او نړيواله سوله او ګډ پرمختګ پرمخبوزي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپلو خبرو کې ويلي، چې څوک د چين د پرمختګ مخه نه شي نیولی او په خبره یې، روسيه به له چين او نورو جنوبي هېوادونو سره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د نړيوال عدالت او برابرۍ هڅونه به وکړي او د يوې مساوې او څواړخيزې نړۍ د ابادۍ په پار به کوښښونه وکړي.