امريکا له اوکراين سره د ۲ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کوي
CMG2024/05/17 10:13:24
شريکول:

د امريکا خارجه وزير انټوني بلينکن، چې دمګړۍ له کیف څخه په لېدنې بوخت دی، د مې په ۱۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې د پلان ((بهرنۍ پوځي پانګونې)) له لارې له اوکراين سره د ۲ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې وکړي او اوکراين ته به پوځي وسيلې ورکړي، څو دغه هېواد په دفاعي صنعتي چارو کې خپل توليدي توان پياوړی کړي

امريکا دغه مرسته تېره مياشت تصویب کړې او له اوکراين سره د ۶۱ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي او اقتصادي مرستې کې شامله ده، خو هغه مهال یې نه و اعلان کړی چې دا مرستې به کوم هېواد ته ورکړي