وانګ يي به د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړي
CMG2024/05/17 10:49:34
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيرو غړی او بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د مې له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړي او د قزاقستان د مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير مورات نورتليو او د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدين په بلنه به له دغو دواړو هېوادونو څخه رسمي لېدنه وکړي.