د اسرائيل د ماليې وزير بېزالېل سموتریچ د مې په ۱۶مې نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد به يې له ترکيې سره د ازادې سوداګرۍ تړون لغوه کړي او پر وارداتي توکو به يې ۱۰۰ سلنه ګمرکي محصول زيات کړي.
اسرائيل دغه پرېکړه د ترکیې د هغې پرېکړې په غبرګون کې کړې، چې څه موده مخکې يې ورسره د ټولې سوداګرۍ د بندولو اعلان کړی و.
د اسرائيل د مالیې وزارت دغه پرېکړه به د دغه هېواد کابېنې ته وړاندې شي.
اعلاميه وايي، اسرائيل به د ازادې سوداګرۍ د تړون هغه ټول تدبيرونه لغوه کړي، چې له ترکیې څخه یې پر وارداتي توکو ګمرکي محصول ټيټ کړی و او د دې تر څنګ، د اوسني ګمرکي مالياتو پر بنسټ به يې د وارداتي توکو د ارزښت له مخې نور ۱۰۰ سلنه اضافي ګمرکي ماليات هم ولګوي.