روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۱۶مې نېټې په يو راپور کې ويلي، چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې پر کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر لوړ شوی، د هغو هېوادونو شمېر هم په زياتېدو دی، چې ياده ناروغي پکې پيدا شوه او بلخوا په ټوله نړۍ کې د واکسين کمبود حالت هم رامنځته شوی دی.
روغتيا نړيوال سازمان په ټولې نړۍ کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو خطر د تېر کال په پرتله په يوې لوړې سويې کې بللی دی.
د دغه سازمان د وروستي راپور له مخې، ۲۴ هېوادونو د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې نه د اپريل تر ۲۸مې نېټې پورې پر کولرا ناروغۍ د اخته ۱۴۶زره کسانو خبر ورکړی او په همدې مودې کې د يادې ناروغۍ له امله ۱۷۶۶ کسان مړه شوي دي.
راپور وايي، په افريقا کې پر کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ټولو زیات دی او ورپسې یې د مديترانې ختيځه سيمه، جنوب ختيځه اسيا او اروپا ښودلي دي.