شي جين پينګ د چين او روسيې اتم نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/05/17 15:00:10
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۷مې نېټې د چين او روسيې اتم نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ليږلی او پکې يې ويلي، د چين او روسيې اړيکو ګام په ګام پرمختګ کړی او خلکو ته يې د همکاريو برياليتوبونه رسولي دي.

نوموړي ويلي، چې روان کال د چين او روسيې د رسمي اړيکو د ټینګېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی او  دواړه هېوادونه به په نوي تاريخي ټکي کې له نويو تاريخي فرصتونو او د پرمختګ له پراخ راتلونکي سره مخامخ شي. 

شي جين پينګ ويلي، د چين او روسيې نندارتون په تېرو څو کلونو کې له روزنې او پرمختګ وروسته د دوه اړخيزو سوداګريزو همکاريو مهم ډګر ګرځېدلی او هیله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو بېلا بېلې ټولنې په دغه نندارتون کې ژورې نظر تبادلې او یو له بل سره فرصتونه شريک کړي، د چين او روسيې همکارۍ دې پياوړې او د دواړو هېوادونو د نوي عصر د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو پرمختګ ته دې خوځند ځواک ورکړي. 

د معلوماتو له مخې، د چين او روسيې د اتم نندارتون مطلب (( همکاري، متقابل اعتماد او فرصت)) دی او په همدې ورځ د چين د هې لونګ جيانګ ولايت په هاربين ښار کې پرانيستل شوی دی.