وانګ يي د افغانستان سرپرست خارجه وزير ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه
CMG2024/05/17 10:11:48
شريکول:

 

د چين خارجه وزير وانګ يي د مې په ۱۶مې نېټې د افغانستان د لنډ مهالي حکومت سرپرست خارجه وزير امير خان متقي ته، په دغه هېواد کې د سختو ورښتونو او سيلابونو په پار، چې ګڼو خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي، د خواخوږۍ پيغام ليږلی دی.

نوموړي په خپل پيغام کې ويلي، په دې وروستيو کې د افغانستان په څو سیمو کې سخت سيلابونه رامنځته شوي، چې له امله يې خلکو ته سخت ځاني او مالي زيانونه رسېدلي دي. هغه د سيلابونو له امله پر مړو شويو کسانو خواشيني او د دوی له کورنيو او ټپيانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د چين خارجه وزير وانګ يي باور ښودلی، چې سيلاب ځپلي افغانان به له ناورينونو څخه  راوځي او ژر به خپل عادي ژوند او توليدي چارې اعاده کړي.

هغه زياته کړې، چې چين به د افغان لوري په غوښتنې تر خپلې وسې پورې ورسره مرستې وکړي.