د روسيې خارجه وزارت د مې په ۱۶مې نېټې اعلان کړی، چې برېتانيې څو ورځې دمخه په دغه هېواد کې ميشت روسي پوځي اتاشه شړلی او روسيه به يې په ځواب کې په مسکو کې د برېتانيې سفارت يو پوځي اتاشه وشړي.
د روسيې خارجه وزارت د مې په ۱۶مې نېټې پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې دغه وزارت په همدې ورځ په مسکو کې د برېتانیې سفارت يو استازی ورغوښتی او په ۸مې نېټې يې د برېتانيې د غير دوستانه او بې دليله پرېکړې په اړه ورته سخت اختجاج څرګند کړی دی.
روسیه وايي، برېتانيې په سياسي موخې ياده پرېکړه کړې او د روسيې ضد دريځ يې څرګند کړی دی او د دواړو هېوادونو اړيکو ته یې نه جبران کېدونکي زيانونه رسولي دي.