په سوله کې د ګډ ژوند لارې پرمختګ موندلی شو
CMG2024/05/17 15:22:06
شريکول:

د مې ۱۶مه په سوله کې د ګډ ژوند له نړیوالې ورځې سره برابره ده او روان کال په سوله کې د ګډ ژوند د ۵ ګونو اصولو د خپرېدو له ۷۰مې کلیزې سره برابر دی.

په نړۍ کې سیاسي ناندريو زور اخيستی او په ځينو هېوادونو کې بيا تاوتريخوالی او نظامي شخړې روانې دي، نو په داسې حالاتو کې سوله کې د ګډ ژوند ۵ ګونې اصول د نننۍ نړۍ لپاره ستر واقعي اهمیت لري.

چين، هند او ميانمار ۷۰ کاله مخکې له تاريخي تمايل سره سم په ګډه ۵ ګونې اصول وړاندې کړي چې له مخې يې مختلف هېوادونه بايد يو د بل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي، يو د بل پر خاورو دې تېری و نه کړي، د يو بل په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه و نه کړي، د مساواتو په بنسټ دې ګډې ګټې ومومي او په سوله کې دې ګډ ژوند وکړي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې په فرانسوي رسنيو کې يوه ليکنه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې هېواد يې په سوله کې د ګډ ژوند اصولو ته وفادار دی.

د چين د ولسي جمهوريت پر جوړېدو ۷ لسیزې اوښتي او تر اوسه يې کومه جګړه نه ده پارولې او نه یې هم د نورو هېوادونو خاوره نېولې ده.

چین په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې په خپل اساسي قانون کې یې د سوله ییز پرمختګ لارې ته ځای ورکړی او د اټومي هېوادونو په منځ کې بيا یوازینی هېواد دی، چې ژمنه يې کړې، لومړی به اټومي وسلې نه کاروي.

د چین دودیزه فلسفه او ارزښتونه "سوله ترټولو قیمتي" او " د توپيرونو په موجوديت کې اجتماع" پلوي کوي.

د دغه فکر لرونکي خلک همکاران دي او د توپیرونو ساتلو پرمهال د ګډې موخې لرونکي کسان هم همکاران بللی شو.

 چين په کور دننه د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار لري او هم په نړۍ کې د سوله ییزو خبرو اترو د پرمخبيولو لپاره ژمن دی. ایران او سعودي عربستان د چین په منځګړیتوب په بېجينګ کې سوله ییزې خبرې وکړې، چې همدا د سوله ییز ګډ ژوند د پرمخبیولو یوه ښه بېلګه بللی شو. د ايران د بهرنيو چارو وزير عبداللهيان د مې په ١٢مې نېټې ويلي، چې د ايران او سعودي عربستان د يو کال اړيکو د پرمختګ ارزونه ښيي، چې دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو همکاريو په څو برخو کې برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او بر سېره پر دې، ایران له متحده عربي اماراتو، قطر، عمان او کویت سره هم د همکاريو نوی پړاو پيل کړی دی.

که انسانان په سوله کې ګډ ژوند و نه کړي،هر يو به له ناکامۍ سره مخ وي. د بېلګې په توګه د روسیې او اوکرين دوه کلنه شخړه او د غزې ناورين یادولی شو.

د روسیې او اوکرين ترمنځ شخړه اوس هم په شدت روانه ده او هيڅ د هوارۍ څرک يې نه تر سترګو کيږي او هم د غزې شخړه، چې لا هم په خپرېدو او سختېدو ده.

دغو دواړو شخړو ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه رسولي او پر ګاونډيو هېوادونو او سیمه ييز امنيت يې بد اغېز او هم یې نړيوالې اقتصادي سمسورتيا  ته ګواښونه جوړ کړي دي.

که څه هم نړيواله ټولنه د سوله ييز پرمختګ هيله لري، خو له بدمرغه د يو څو هېوادونو سياستوال بيا دا فکر نه لري. د امریکا د ملي امنیت پخواني مرستیال سلاکار میټ پوټینګر په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو (Foreign Affairs)په مجلې کې یوه ليکنه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې امریکا باید د سړې جګړې په څېر د چین د مخنيوي پالیسي او همدارنګه نور کړکېچونه دې ورسره راپورته کړي.

 ولې امریکايي سیاستوال داسې څرګندونې کوي؟

د دې پوښتنې ځواب اسانه دی، دوی نه غواړي له نورو هېوادونو سره په سوله کې ګډ ژوند وکړي او نه هم په نړۍ کې سوله غواړي، ځکه سوله د امریکا د نظامي صنعت په ګټه نه ده او خپلې ګټې پکې نه ويني.

سړه جګړه ډېر پخوا پای ته رسېدلې، خو د امریکا ملکي وګړي د پوټینګر له خندوونکو څرګندونو سره موافق نه دي.

واشنګټن پوسټ په یوې تبصرې کې ویلي، که امریکا د چین د مخنیوي پالیسي غوره کړي، نو د دې احتمال شته، چې ځان ګوښه او بې وسه کړي او یو شمېر اروپایي هېوادونه هم، چې د امریکا نژدې همکاران دي، چين ته د همکار په سترګه ګوري او سیالۍ ورسره نه کوي.